دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 172607
هند او چین په افغانستان مشترک پروژی عملی کوی
هند او چین هیوادونه په نظر کې لری چی لس تنه افغانستانی دیپلماتان په مشترک توګه زده کړی ورکړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش او د دان نیوز څخه په نقل سره، دا مطلب لئو ژائیو د چین سفیر تیره ورځ د یو خبرو په ترڅ کې اعلان او وویل: د چین او هند ظرفیتونو ته په کتو سره، په بیلابیلو برخو لکه زراعت او تکنولوژی کې، په راتلونکې کې د دواړو هیوادونو همکاری په افغانستان کې د زده کړیز برنامو څخه تر مشخص پروژی پوری به عملی شی.
هغه وویل چی افغان دیپلماتانو مشترک زده کړه ورکونه د هند خارجی خدماتو موسسه کې د چین او هند او افغانستان هیوادونو همکاری لومړۍ ګام به وی چی په جاری کال کې د ولسمشر شی جینپینګ او نارندرا مودی په منځ کې ورباندی توافق شوی دی.
د چین سفیر په هند کې وویل چی هند او چین همکاری په افغانستان کې باید د بوتان، نپال، مالدیو، میانمار او ایران په شان هیوادونو کې هم پراختیا ومومی.
لئو وویل چی په افغانستان کې، هند او چین خپل پخوانۍ متحد یعنی پاکستان ته متکې دی، ځکه چی دا هیوادونه په افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو بیلابیلو وسیلو په لټه کې دی.
له بل لوری، هند، میلیاردونه دالره په اقتصادی پروژو او نظامی افسرانو زده کړه ورکولو او افغانستان دولت پیاوړۍ کولو لپاره د طالبانو په وړاندی مبارزی لپاره سرمایه ګذاری کړی دی.
 
https://avapress.com/vdciurazyt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته