دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 172619
له فساد سره د مبارزې او د اداري فساد له جرمونو څخه د خبر ورکوونکو د ملاتړ قوانین توشیح شول
له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي سکرتریت د جمهوري ریاست د چارو ادارې له لوی ریاست او عدلیې وزارت سره په همغږۍ، د سه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال له فساد سره د مبارزې او د اداري فساد له جرمونو څخه د خبر ورکوونکو د ملاتړ قوانینو د توشیح په اړه رسنیو ته مالوت ورکړل.
د عدلیې وزارت ستر سلاکار، محمد اشرف رسولي وویل، چې له اداري فساد سره د مبارزې قانون په پنځو فصلونو او ۴۰ مادو او د اداري فساد له جرمونو څخه د خبر ورکوونکو د ملاتړ قانون په پنځو فصلونو او ۳۳ مادو کې د افغانستان د جمهور رییس د دوو تقنیني فرمانونو پر بنسټ، نافذ شوی دی. دغه دوه قوانین به په هیواد کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د مهمو قوانیو له جملې څخه وي.
په همدې حال کې، له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي سکرتریت رییس، ډاکتر یما ترابي وویل: له اداري فساد سره د مبارزې قانون د ملګرو ملتونو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د میثاق سره د افغانستان د ژمنو او په هیواد کې له اداري فساد سره د مبارزې د بنسټونو د قانوني کولو په اړه د فساد پر وړاندې د مبارزې د ملي ستراتېژۍ د مندرجو ژمنو پر بنسټ رامنځته شوي دي. یاد قوانین داسې تدوین شوي، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې د موازي ادارو له شتون څخه یې مخنیوی کړی، د هغوی کړنې یې قانوني کړي او ټول یې تر یوه چتر لاندې راوستلي دي.
دغه راز له فساد سره د مبارزې او مخنیوي، د اداري فساد له جرمونو څخه د خبر ورکوونکو د ملاتړ او خوندیتوب او د اداري فساد له جرمونو څخه د خبر ورکونې د تشویق په موخه د اداري فساد له جرمونو څخه د خبر ورکوونکو د ملاتړ قانون تدوین شوی دی. په دې قانون کې د داسې میکانیزمونو وړاندوینه شوې، چې له مخې یې د اداري فساد څخه خبر ورکونکي شخص ته د هر ډول ضرر رسولو څخه ساتنه کېږي. 
په یادو دوو قوانینو کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د پالیسي جوړونکو او نظارتي بنسټونو رول په دقیق ډول تعریف شوی دی. دغه راز په دې برخه کې د خلکو او مدني ټولنو د ګډون رول او څرنګوالی د نړیوالو معیارونو پر اساس واضح شوی دی.
د چارو ادارې د لوی ریاست د حقوقي چارو رییس، محمد هارون معتصم، ټینګار وکړ، چې د خلکو له همکارۍ پرته له اداري فساد سره مبارزه ممکنه نده. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې په دې برخه کې د قانون رامنځته کېدل، داسې ساتندویه میکانیزم رامنځته کړی، چې له مخې به یې خلک وکولای شي تر څو د اداري فساد په اړه په خبر ورکولو کې همکاري وکړي.
د نړیوالو معیارونو او تېرو تجربو په رڼا کې له اداري فساد سره د مبارزې د قوانینو بیا کتنه، د اداري فساد د مخنیوی له پدیدې سره  د مبارزې د مؤثریت د زیاتېدو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb85b89rhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته