دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۳۱
د مطلب کود : 172631
ولسمشر غنی: د هیواد برېښنا کمښت ستونزه به هواره شی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د افغانستان د برېښنا منظمه شبکه به تر ۱۸ مساشتو وصل شي او د برېښنا د کمښت ستونزه به هواره شي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د پروان ولایت له صنتعکارانو او سوداګرو سره د کتنې پر مهال وکړې.
د ارګ ماڼي له مخې، ولسمشر غني پرون ماسپښین د دې ولایت له صنعتکارانو او سوداګرو سره په دې کتنه کې د دوی د امنیت، صنعتکارانو ته د پور د ورکړې د زمینې د برابرولو، د سړو خونو د ایجاد او د سنجددرې صنعتي پارک ته د پاملرنې په اړه د هغوی ستونزې او وړاندېزونه واورېدل.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهوررئیس له سوداګرو او صنعتکارانو څخه په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له امله مننه وکړه وې ویل، د پانګوالو او دولت همکاري د افغانستان د پرمختګ شرط دی. ه
غه زیاته کړه په قوانینو او مقرراتو کې راغلي بدلونونه  د پانګونې په برخه کې د زیاتو ستونزو د حل لامل شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د تولیدونکو، پروسس کوونکو او صادرونکو اتحادیې ایجاد کړي چې پور ورکولو ته زمینه برابره شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د افغانستان د برېښنا منظمه شبکه به تر ۱۸  میاشتو وصل او د فابریکو د برېښنا ستونزه حلېږي.
 
https://avapress.com/vdcfm0dyyw6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته