دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۴۱
د مطلب کود : 172634
غزنی کې هاوان مرمی لګېدو له امله یوې کورنی ۶ غړو ته مرګژوبله اوښې
د غزني ولایت په ده یک ولسوالی کې د هاوان مرمی لګېدو له امله د یوې کورنی شپږو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې پیښه د ده یک ولسوالی په تاسنګ کلي کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ترهګرو له لوري توغول شوی د هاوان مرمی پر یوه کور لګېدلی چې له امله یې د یوې کورنی دوه غړي وژل شوي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، په دغه برید کط د یادې کورنی څلور غړي ټپیان هم شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غزني د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزني ولایت په شمېر لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم په فعاله توګه په ترهګریزو کړنو بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdcipraz5t1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته