دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 172646
ولسي جرګې ته یو نوماند عبدالجبار قهرمان په چاودنه کې ووژل شو
هلمند کې د عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز کمپاین غونډه برید شوی. راپورونه وايي چې له هلمنده ولسي جرګې ته د کاندید عبدالجبار قهرمان د کمپاین په دفتر کې حمله شوې

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، قهرمان د اتو نورو سره سخت ټپي دی، خو د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، قهرمان ته د ده په څوکۍ کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو او دی د چاودنې پر مهال وژل شوی دی.
تراوسه د دې برید پړه چا پر غاړه نه‌ده اخېستې.
تر دې وړاندې د صالح محمد په نوم یو نوماند په ځانمرګي برید کې وژل شوی و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba5b80rhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته