دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 172650
د عبدالجبار قهرمان په دفتر کې د چاودنې په اړه د طالبانو ادعاوې
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ولسي جرګې نوماند د عبدالجبار قهرمان په دفتر کې د چاودنې پړه وسله وال طالبان منلې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف په یوه بیان کې ویلي، چې عبدالجبار قهرمان له خپلو درې تنو ملګرو سره یوځای د طالبانو په تکتیکي چاودنه کې وژل شوی.
د پولیسو یوه سرچینه تائیدوي چې ولسي جرګې ته نوماند عبدالجبار قهرمان د چاودنې پر مهال وژل شوی دی.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک تردې مخکې ویلي و چې په دغه چاودنه کې ۸ کسان ټپیان شوي چې پکې د ولسي جرګې نوماند عبدالجبال قهرمان هم شامل دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnx9qzak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته