دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 172655
په بادغیس کې طالبانو پنځه غړۍ او دری تنه امنیتی سرتیری وژل شوی
د افغانستان په لویدیځ بادغیس ولایت کې تازه نښتو له امله، نږدی پنځه تنه طالبان او امنیتی ځواکونو دری تنه وژل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش، طالبان تیره شپه ۱۱ بجو په شاوخوا د شب باشک کوتل باندی څو پوستو باندی برید کړی دی.
په بادغیس کې ملی ځواکونو دریم لوا قوماندانی مسؤول، د درو تنو امنیتی سرتیرو وژل کیدو خبره تایید کړی دی.
محمد یاسین حیدری؛ د عامه چارو معاون وایی چی ملی ځواکونو دوه تنه نور غړۍ په دی پیښه ټپیان شوی دی.
ښاغلی حیدری وایی چی په دی بریدونو کې پنځه طالبان هم وژل شوی او دری تنه نور ټپیان شوی دی.
طالبانو تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcbs5b8srhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته