دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 172656
په استانبول کې سعودی عربستان کنسول جنرال، ترکیه پریښی دی
په داسی حال کې چی په ترکیه کې د سعودی خبرنګار قضیه څیړنې روانې دی، ترکیه سعودی کنسول جنرال ترکیه د ریاض په قصد پریښی دی.

ترکی رسنۍ خبر ورکړی دی چی محمد آل اتیبی، د سعودی عربستان کنسول جنرال په استانبول کې، سه شنبه په ماښام په داسی حال کې چی ریاض لوری ته حرکت وکړ چی د جمال خاشقجی د ورکیدو خبره د عربستان په کنسولګری کې یو نړیوال بحث باندی بدل شوی دی.
په دی منځ کې، مولود چاووش اوغلو د ترکیه خارجه وزیر هم وویل جی د هغوی لپاره لومړیتوبونو څخه، د خاشقجی برخلیک لپاره یو یو سرنخ پیدا کول دی.
د خاشقجی د ورکیدو خبره په سعودی عربستان کې د مهمو دلایلو څخه بلل کیږی چی سعودی کنسول جنرال ترکیه ښار پریښودلو باندی مجبور شوی دی.
د ګزارشونو په اساس، محمد ال آتیبی په داسی حال کې ریاض لوری ته پرواز وکړ چی قرار وو د هغه اوسیدو سیمه د ترکیه پولیسو له لوری وڅیړل شی.
مخکې له دی هم پولیس او څیړونکې، د سعودی عربستان کنسولګری دفتر په استانبول کې د نه ساعتونو لپاره تر څیړنې لاندی نیولی وو.
 
https://avapress.com/vdccpiqse2bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته