دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 172667
په ننګرهار کې طالبانو چمتو شوی موټر بم او ځینی وسله وال له منځه وړل شوي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي د جنګي طالبانو له لورې د تروریستي کړنې په موخه چمتو شوی موټر بم د یو شمیر وسله والو مخالفینو سره یو ځای لمنځه یوړل شوی.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د شیرزادو ولسوالۍ په مرکخیلو سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې د دوشنبې په شپه عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې د جنګي طالبانو له لورې د تروریستي بریدونو د ترسره کولو په موخه چمتو شوی موټر بم له ګڼ شمیر وسله والو مخالفینو سره لمنځه یوړل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد عملیات په سیمه کې د جنګي طالبانو د مهمو غړو احسان الله چې مشهور په ساجد دی،د عمر تنګیوال، عبدالرزاق چې مشهور په خالد دی د نیولو په موخه ترسره شوي وو،خو د بریدونو پر مهال دوی له سیمې تښتیدلي وو،خو ګڼ نور ملګرې یې ووژل شول او د تروریستي بریدونو د ترسره کولو په موخه یې چمتو شوی موټر بم لمنځه یوړل شو.
د ولایت مقام په وینا، په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
 
https://avapress.com/vdcepw8zfjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته