دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 172669
بغلان ولایت کې چاودنه شوی
راپورونو له مخې، هلمند او بغلان ولایتونو کې د ماین چاودنو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی ،د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه کې راغلی دې. د هلمند د ناوې ولسوالۍ د فضل الدین څلور لاري او دغه راز د بغلان ولایت د پلخمري ښار کارته اتفاق سیمه کې رامنځ ته شوې.
سرچینی وایی،په هلمند ولایت کې چاودنه د ولسي وګړو په یوه لوکسل موټر شوې، چې د چارواکو په خبره څلور تنه په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
خبر پانه زیاتویی، ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، چې قرباني یې ولسي وګړي شول، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بغلان ولایت د پلخمري ښار کارته اتفاق سیمه کې چاودنه د سیمه ییزو پولیسو د یوه پخواني قومندان، رییس فیض الله کور ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
سرچینی وایی، په یاد چاودنه کې د فیض الله په ګډون ۳ کسان وژل شوي دي.
خو د یاد وړدې، ددغه چاودنې مسولیت تر اوسه کوم دلې په غاره نه دي اخیستی.
https://avapress.com/vdcg3x9qyak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته