دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۷
د مطلب کود : 172672
ولسمشر غنی طالبانو سره د سولې د مذاکره کوونکی ټیم د ټاکلو لپاره د ټولو سیاسی اقشارو او ولس سره مشوره کوی
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې د مذاکره کوونکي ټیم د ټاکلو لپاره له ټولو سیاسي اقشارو او ولس سره مشوره کوي.

په داسې حال کې چې ویل کېږي د سولې بهیر اساسي او حیاتي پړاو ته رسېدلی، د افغانستان د سولې عالي شورا هم وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني به له طالبانو سره د سولې د مستقیمو خبرو لپاره مذاکره کوونکی ټیم وټاکي.
د دې شورا د دارلانشاء رئیس اکرم خپلواک د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له سیاسي څېرو سره په يوه ناسته کې وویل چې د دغه ټیم د ټاکلو لپاره به ولسمشر له ټولو سیاسي اقشارو او ولس سره مشوره کوي.

نوموړي وویل:
"د سولې د مستقیمو خبرو د پیلېدو لپاره ولسمشر له سیاسي اقشارو او ملت سره مشوره کوي او يو پياوړی افغان شموله ټيم ټاکي، څو د دولت استازیتوب وکړي او ټول افغانان به په کې سهیم وي."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د افغانستان د سولې لپاره يې په دې ورستیو کې کابل ته سفر کړی، له طالبانو او افغان دولته غوښتي چې د سولې د خبرو لپاره دې مذاکره کوونکی پلاوی وټاکي.
ښاغلي خلیلزاد په دې ورستیو کې د افغانستان د سولې په تړاو کابل، اسلام اباد، ریاض، قطر او دُبۍ ته ځانګړي سفرونه درلودل.
په قطر کې د افغانستان د سولې په تړاو د طالبانو له استازو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه ځانګړي استازي لیدل کتل تأیید شوي دي.
د يو شمېر راپورونو له مخې، له پاکستاني او قطري چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد د لیدنو کتنو اصلي محور طالبان د سولې خبرو ته هڅول او د افغانستان د سولې په بهیر کې د اسانتیاو پر رامنځته کولو ور ټول و.

بل خوا د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي د سیاسي څېرو او د ګوندونو له مشرانو سره په ناسته کې وویل چې د طالبانو د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د مذاکراتو لړۍ پيل شوې ده.
نوموړي له دغو مذاکراتو ملاتړ څرګند کړ او هیله يې وښوده چې دغه خبرې به بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.
نوموړي وویل:
"د طالبانو د تحریک خبرې د امریکا له متحدو ایالاتونو سره پیل شوي او موږ دا په نیک فال نیسو او په دې باور یوو چې د دغې قضيې اصلي مالکین افغانان دي."
د ښاغلي خلیلي په خبره، د حکومت او طالبانو د رهبرۍ لیدلوری په غیر مسقیم ډول تبادله شوی او طالبانو هم ویلي چې جنګ د حل لار نه ده او باید سوله وشي.

خو د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په اوسنیو خبرو کې افغانستان حضور نه لري او امریکا نه شي کولای چې په دې برخه کې د منځګړي رول ادا کړي.
په ورته وخت کې د حزب اسلامي ګوند رهبر ګلبدین حکمتیار يادې غونډې ته وویل چې دولت د جګړې او سولې پر طرحې واحد نظر نه لري.

بل خوا د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق دغې ناستې ته وویل چې د سولې خبرې باید د طالبانو، دولت او سیاسي ګوندونو ترمنځ وشي.
نوموړي زیاته کړه چې طالبان کولای شي چې د اساسي قانون په تعدیل، د نوي حکومت په رامنځته کولو او د بهرنیو ځواکونو په وتلو بحث وکړي.
 
https://avapress.com/vdca0un6u49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته