دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 172674
په بلخ او سرپل ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي
د افغانستان په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي په بلخ او سرپل ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي چې په پایله کې یې شاوخوا ۲۵ سله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د سې شنبې په سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې د سرپل ولایت مرکز په تربلاق سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال ۳ وسله وال وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د وسله والو پنځه موټرسایکلونه هم لمنځه تللي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، د بلخ ولایت د چمتال ولسوالی اړوند په قشقار کلي کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوې چې په پایله کې یې ۴ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmiqs02bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته