دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 172694
په ننګرهار کې د داعشیانو نومول شوی قاضي په ګډون ګڼ وسله وال وژل شوي
د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالی کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د داعشیانو نومول شوی قاضي په ګډون ګڼ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د اچين ولسوالۍ اړوند د باندر په جمال خيلو، ديوانه بابا، کنډرو او چنار کلي کې د ملي امنيت ځانګړې ځواکونو عمليآت کړي، چې په ترڅ کې يې د دولس داعش وسله والو وژل کېدو ترڅنګ د دوی څلور مرکزونه لمنځه وړل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شويو کې د داعش ډلې يو مهم قومندان او قاضي ولي الله منصور مشهور په ياسر هم وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو په ترڅ کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملياتو پرمهال ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيآن ندی اوښتی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceow8zejh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته