دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 172702
کریمیا کې ۱۹ تنه محصلان او پوهنتون کارکوونکې وژل شوی
روسیي چارواکي وایي، نولس محصلان او د پوهنتون کارکوونکي په کریمیا کې وژل شوې دي.

په وژل شویو کې اکثر تر شل کلونو لږ عمره ځوانان دي. پیښه هغه وخت وشوه چې یوه محصل پر دوی لاسی بم واچاوه او ډزې یې وکړې. برید کوونکي بیا وروسته خپل ځان وواژه.
په دې پیښه کې چې پرون د کریمیا په کرچ ښار کې د پولتخنیک پر پوهنتون وشوه لږ تر لږه پنځوس تنه نور ټپیان شوې دي.

له دوه زره څوارلسم کال راوروسته چې روسیې کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه دا لومړۍ ستره حمله ده چې په دې ټاپوزمه کې کیږي.
کرچ د کریمیا په لویدیځه خوا کې هغه پله ته نژدې دی چې نوی د روسیې او دې ټاپوزمه ترمنځ جوړ شوی دی.
کله چې دا پیښه وشوه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوچي کې د مصر له جمهور رییس عبدالفتاح السیسي سره په خبرو و، ده وویل:
« په روسیه کې، د کرچ په ښار کې تراژیدي وشوه. خلک بم ووژل، ډیر پکې ټپیان شول. زه د قربانیانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګندوم، هیله لرم چې ټپیان ژر ښه شي، موږ د هر هغه څه ترسره کیدو ته چمتو یوو چې اړتیا یې وي»

د پیښې په ځای کې ویني ژر ژر پاکې شوې او په ابتدایي راپورونو کې وویل شول چې د ګاز چاودنه وه خو وروسته چارواکو وویل چې دا بمي چاودنه وه او د دوی په نظر یوه ترورستي پیښه ده.
د روسیې د تحقیقاتو مرکزي څانګې ویلي دي چې یوه اتلس کلن محصل پر نورو محصلانو او د پوهنتون پر غړیو د ټوپک ډزې وکړې.

د تحقیقاتو د کمیټې ویاندې سفیتلانا پیترینکو وویل چې د چارواکو په باور مشکوک کس ولادیسلاف روسلیاکوف نومیږي چې د څلورم کال محصل و.
د پیترینکو په وینا اکثر وژل شوي په ټوپک لګیدلي. دې ویلي دي چې دا ترورستي برید نه دی، قاتلانه برید دی.

انټرفکس او د سیمې رسنیو خبر ورکړی دی چې یوه چاودیدونکې وسله هم په پوهنتون کې موندل شوې ده او شنډه شوې ده.
د روسیې له لورې د کریمیا ټاکل شوي مشر سرګي اکسینوف وویل چې برید کوونکی یوازې و، خو ځینو عیني شاهدانو ویلي دي چې لږ تر لږه دوه تنو برید کړی دی.
د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو پر ټویټر خپله خواخوږي د وژل شویو له خپلوانو سره څرګنده کړې ده او لیکلي یې دي چې کریمیا د اوکراین خاوره ده او څوک چې په دې ټاپوزمه کې ژوند کوي هغه د اوکراین دی.
 
https://avapress.com/vdce7w8zwjh8ffi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته