دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 172705
ننګرهار کې یوه پاکستاني کورنی او د ځانمرګر بریدونو په موخه چمتو شوي واسکټونه ونیول شول
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي د دې ولایت د ملي امنیت مؤظفینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې یوه پاکستانۍ کورنۍ او د ځآنمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي درې واسکټونه نیول شوي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاني پرون خبریالانو ته وویل، چې د محمد افضل په نوم د پاکستان د لاهور اوسیدونکی،چې له تېر یو کال راهیسې د داعش په لیکو کې فعالیت کاوه او غوښتل یې، چې د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړ شي، د هغه د میرمنې او دوو کوچنیو لورګانو سره یو ځای د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د اچین په باندر سیمه کې نیول شوی دی .
نوموړي زیاته کړه،همدا راز د ملي امنیت مؤظفینو د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملیاتو پر مهال د ځآنمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي درې واسکټونه هم نیولي.
د ښاغلي خوږیاڼي په خبره په نیول شویو واسکټونو کې د HME په نوم تر ټولو سخت تخریب کوونکي چاودیدونکي توکې ځای پر ځای شوي، چې په چاودنو سره یې د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ د اور لګیدو چاره هم ترسره کوله، خو له وړاندې یې مخنیوی وشو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvinzm23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته