کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې یوه پاکستاني کورنی او د ځانمرګر بریدونو په موخه چمتو شوي واسکټونه ونیول شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 میزان 1397 ساعت 11:34

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي د دې ولایت د ملي امنیت مؤظفینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې یوه پاکستانۍ کورنۍ او د ځآنمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي درې واسکټونه نیول شوي.



د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاني پرون خبریالانو ته وویل، چې د محمد افضل په نوم د پاکستان د لاهور اوسیدونکی،چې له تېر یو کال راهیسې د داعش په لیکو کې فعالیت کاوه او غوښتل یې، چې د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړ شي، د هغه د میرمنې او دوو کوچنیو لورګانو سره یو ځای د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د اچین په باندر سیمه کې نیول شوی دی .
نوموړي زیاته کړه،همدا راز د ملي امنیت مؤظفینو د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملیاتو پر مهال د ځآنمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي درې واسکټونه هم نیولي.
د ښاغلي خوږیاڼي په خبره په نیول شویو واسکټونو کې د HME په نوم تر ټولو سخت تخریب کوونکي چاودیدونکي توکې ځای پر ځای شوي، چې په چاودنو سره یې د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ د اور لګیدو چاره هم ترسره کوله، خو له وړاندې یې مخنیوی وشو.
 


د مطلب کود: 172705

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172705/ننګرهار-کې-یوه-پاکستاني-کورنی-او-د-ځانمرګر-بریدونو-په-موخه-چمتو-شوي-واسکټونه-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com