دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 172717
ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ۷ نوماندان له نوملړه لیرې کړل
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې له وروستي نوملړه اووه نوماندان د ځینو سرغړونو له کبله لیرې کړې دي.

د ټاکنو کمیسیون څرګنده کړې، چې په لیرې شویو کسانو کې ځینو یې له خپلې دندې استعفا نه وه کړې یا یې قانوني عمر نه و پوره کړي او یا هم پر بند محکوم شوي وه.
د کمیسیون ویاند علي رضا روحاني په داګه کړې، چې: له میدان وردګ نوماندې رونینا ولي زاده، د کندوز ولایت نوماند عبدالله ساحل، له غور ولایت څخه غلام نبي ساقي له خپلو دندو استعفاوې نه وې کړې، د فراه ولایت نوماند عبدالکریم شفق او د هرات ولایت نوماند حبیب الله غوریاني پر بند محکوم شوي وه، د هرات ولایت نوماند احمد شاه سادات د ایران تابعیت لري او له بلخ ولایت څخه سمیرا خیرخوا قانوني عمر پوره کړی نه و.
دغه راز اړوند کمیسیون ته له قانوني وخت وړاندې ۱۷۰ شکایتونه او د کمپاین په قانوني موده کې ۳۱۱ سرغړونې رسیدلي، چې ۲۱۴ یې څېړل شوي او د نورو ارزونه روانه ده.
یاد کمیسیون له نوماندانو دا هم غوښتي، چې د خپلو لګښتونو د کچې په اړه بشپړ راپورونه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې له ټاکنیز نوملړه ۳۵ نوماندان لیرې شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6un6049n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته