دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 172719
پر کابل ښار د توغندیز برید مخه ونیول شوه
د کابل امنیه قوماندانی وایي د ملي پولیسو ځواکونو پر کابل ښار د توغندیز برید مخه نیولې ده.

د کابل امنیه قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې د ملي پولیسو ځواکونو پر کابل ښار برید کولو عیار شوي د BM1 ډوله دوه فیره راکټونه کشف او شنډ کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه راکټونه د کابل ولایت اړونده د پغمان ولسوالی په مربوطاتو کې د توغولو لپاره عیار شوي وو.
د کابل د امنیې قوماندانی له مخې، د ملي پولیسو منسوبینو دغه راکټونه کشف او شنډکړل او پر کابل ښار یې د برید مخه ونیوله.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ډیر کم وخت پاتې دي.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتولنکي اونی د شنبې په ورځ په پلازمېنه کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې ترسره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsiqso2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته