دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۱
د مطلب کود : 172723
د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د شپږ زره نویو ښوونځیو د عملي کار پیل
د دې پروګرام له مخې به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې اقلیمي شرایطو او مناسب کیفیت ته په کتو سره د دو کلونو په موده کې شپږ زره نوي ښوونځي جوړ شي. یاد ښوونځي به د ولسي پیوستون پروګرام په چوکاټ کې جوړ او لګښت یې د افغان حکومت او نړیوالو شریکانو لخوا په ګډه ورکول کیږي.
د نوي ښوونیز کال په پیل کې د ولسمشر له وعدې سره سم چې په ټول هیواد کې به شپږ زره نوي ښوونځي جوړوي، د دغو ښوونځیو عملي کار نن د تلې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د افغان حکومت له لوري د کابل ګلدرې ولسوالۍ له قول نعمت کلي څخه پیل شو. د دې پروګرام له مخې به د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې اقلیمي شرایطو او مناسب کیفیت ته په کتو سره د دو کلونو په موده کې شپږ زره نوي ښوونځي جوړ شي. یاد ښوونځي به د ولسي پیوستون پروګرام په چوکاټ کې جوړ او لګښت یې د افغان حکومت او نړیوالو شریکانو لخوا په ګډه ورکول کیږي.
د دې پروګرام په پرانېست غونډه کې د مالیې وزارت سرپرست او د زیر بناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر ښاغلي مجیب الرحمن کریمي، د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي میرویس بلخي، د بېلابیلو دولتي ادارو مسؤلینو، قومي مخورو او د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو ګډون کړې وو.
د مالیې وزارت سرپرست  ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د دې ښوونځیو د جوړیدو په اړه وویل:" د یادو ښوونځیو په جوړیدو سره کولی شو لوی ملي موخې لکه مجهزو ښوونځیو ته د دو میلیونو څخه زیاتو ماشومانو چې زیاته برخه به یې انجونې جوړوي د لاسرسي، د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړوالی، د بیسوادۍ کچې کمول او د بشري ځواک د وړتیا لوړول، په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونو هیواوالو ته د کاري زمینې پیدا کول او د ازاد رقابت له لارې د زرګونو ښوونکو استخدام تر لاسه کړو."
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر ښاغلي مجیب الرحمن کریمي وویل : د افغانستان جلالتمآب ولسمشر د ۱۳۹۷ ښوونیز کال په پیل کې د ښوونې او روزنې د سیستم معیاري کولو لپاره د شپږ زره نویو ښوونځیو د جوړیدو وعده ورکړې وه. نن ورځ د دغو شپږ زره ښوونځیو د جوړیدو عملي کار پیلوو." نوموړي زیاته کړه : "اقلیمي او جغرافیایې شرایطو ته په کتو سره ښونځیو ته ۲۸ بېلابیلې نقشې ډیزاین شوي دي، چې په څلورو کټګوریو ویشل کیږي چې د شپږو، اتو، لسو او دولسو ټولګیو تعمیرونه په کې شامل دي. د یادو ښوونځیو د جوړیدو په دوام کې به زموږ زیاد شمېر هیوادوالو ته کاري زمینې برابرې شي. د دې ښوونځیو په جوړیدو کې به له محلي ساختماني موادو څخه ګټه واخیستل شي چې د جوړیدو لګښت یې ۱۷۵ میلیونه ډالر کیږي."
د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي میرویس بلخي، د مالیې وزارت له سرپرست څخه د یادو ښونځیو د طرحې او کاري پلان له تکمیل او د کلیو بیا رغونې او پراختیا له وزیر څخه د دې ملي پروژې له پلي کیدو  څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دې ښوونځیو په جوړیدو سره به په هیواد کې مجهزو ښوونځیو ته د زده کوونکو لاسرسی له ۵۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته جوړ شي.
یاد پروګرام به په دو پړاونو کې بشپړ شي؛ په لومړي پړاؤ کې به د ۲۶۴۷ ښوونځیو په شاوخوا کې جوړ شي او په دویم پړاؤ به یې د ۱۳۹۹ کال تر نیمایې پورې له درې زرو څخه زیاتو ښوونځیو په جوړیدو سره په ۳۴ ولایتونو کې تکمیل او ګټې اخیستنې ته به وړاندې شي.
د دې پروژې په بشپړیدو سره به له دو میلیونو څخه زیاتو زده کوونکو ته د با کیفیته زده کړو زمینه برابره او زرګونو هیوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصت برابر شي. همدا شان یاد پروګرام د بیسوادۍ کچې د کمولو او د بشري ځواک د وړتیا لوړولو سبب ګرځي چې له دې سره به حکومت په ټول هیواد کې د ازاد رقابت او اداري اصلاحاتو له لارې زرګونه ښځینه او نارینه ښوونکي استخدام کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiinzx23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته