دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 172727
کندهار کې په یو پیښه کې جنرال رازق وژل شوی
یوې امنیتي سرچینې په کندهار کې ویلي چې د ولایت مقام په نننۍ پېښه کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژل شوی دی.

د نورو رسنیو د راپورنو له مخې په پېښه کې د کندهار والي، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان او یو شمېر نور امنیتي چارواکي هم ټپیان شوي دي.
رویټرز اژانس د ځینو سرچینو په حواله وايي چې د کندهار ولایت مقام په ډزو کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ټپي شوی دی.
د کندهار ولایت مقام کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
بلخوا ویل کیږی چې په دغه ډزو کې د کندهار والي ویاند عزیز احمد عزیزي ټپي شو ی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د کندهار ولایت مقام کې د کندهار سییمه ییزو چارواکو او د ناټو عمومي قوماندان ترمنځ غونډه روانه وه.
https://avapress.com/vdcb55b8zrhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته