دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 172729
د کندهار ولایت په مقام کې د دغه ولایت امنیه قومندان ووژل شو
امنیتي سرچینې وایي، د کندهار والي په دفتر کې د یوه وسلوال پر ډزو د کندهار ولایت امنیه قومندان او د ملي امنیت رییس وژل شوي، والي، د قول اردو قومندان او ځینې نور کسان ټپیان شوي دي.

سر چینې زیاته کړې، چې د یوناما مشر له والي سره غونده درلوده او یو کس د غوندې پرکدونوالو ډزې کړې دي.
ویل کیږي، چې برید د والي یو ساتونکي کړی دی.
د ناټو او امیرکایي ځواکونو قومندان سکات میلر هم په ولایت مقام کې حضور درلود. نوموړي په دې ولایت کې له بشپړ ملاتړ برخمن و.
پر خبر بشپړې څرګندونې به وروسته په ډاګه شي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxx0fnyt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته