دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۰۶
د مطلب کود : 172737
د جنرال عبدالرازق وژل کیدو په وړاندی عطامحمد نور غبرګون
د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور د کندهار امنیه قوماندان د جنرال عبدالرازق د وژنې په اړه غبرګون وښود.

نومړی د یو بیان په خپرولوسره ویلي، چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې او په یوه مصوونه ځای کې یې پر جنرال عبدالزاق برید دا په ډاګه کوي چې نومړی د خپلو حریفانو او د نظام په دننه کې د جګپوړو چارواکو د توطعې په پایله کې یې په شهادت رسیدلی دی.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د برید پړه منلې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي چې د ابو دوجانا په نوم د طالبانو نفوذي کس د کندهار ولایت په مقام کې یې د غونډې پر مهال پر جنرال عبدالرازق برید کړی.
د طالبانو ویاند ادعا کوي، چې د برید په ترڅ کې د کندهار والي زلمي ویسا، ملي امنیت رئیس او یو شمېر نور چارواکي ټپیان شوي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي، چې د پيښې په ترڅ کې دوه امریکایان ټپیان شوي خو د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
په همدې حال کې راپورونه وایي چې د برید په ترڅ کې د کندهار ملي امنیت رئیس عبدالمومین حسین خېل هم وژل شوی او د کندهار والي زلمي ویسا او د میوند د ۴۰۴ زون قوماندان عبدالنبي ټپیان دي.
 
https://avapress.com/vdcc1iqsm2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې