کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال عبدالرازق باندی برید په اړه طالبانو ادعاوی

26 میزان 1397 ساعت 22:12

په افغانستان کې وسله والو طالبانو د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د برید پړه منلې ده.




د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي چې د ابو دوجانا په نوم د طالبانو نفوذي کس د کندهار ولایت په مقام کې یې د غونډې پر مهال پر جنرال عبدالرازق برید کړی.
د طالبانو ویاند ادعا کوي، چې د برید په ترڅ کې د کندهار والي زلمي ویسا، ملي امنیت رئیس او یو شمېر نور چارواکي ټپیان شوي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي، چې د پيښې په ترڅ کې دوه امریکایان ټپیان شوي خو د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
په همدې حال کې راپورونه وایي چې د برید په ترڅ کې د کندهار ملي امنیت رئیس عبدالمومین حسین خېل هم وژل شوی او د کندهار والي زلمي ویسا او د میوند د ۴۰۴ زون قوماندان عبدالنبي ټپیان دي.
 


د مطلب کود: 172738

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172738/جنرال-عبدالرازق-باندی-برید-په-اړه-طالبانو-ادعاوی

آوا
  https://www.avapress.com