دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 172744
کندهار پیښی څېړلو لپاره حکومت یو جګپوړی پلاوی څیړنه کوی
ټاکل شوې ده چې د ملي امنیت د عمومي رییس محمدمعصوم ستانکزي په مشرۍ د حکومت یو جګپوړی پلاوی د کندهار د خونړۍ پېښې په اړه تحقیقات وکړي.


ولسمشر اشرف غني پرون په یوه وینا کې ډاډ ورکړ چې د کندهار وضعیت به ډېرژر عادي شي.
ولسمشر غني تایید کړه چې امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د امنیت رییس عبدالمومن حسین خېل د کندهار د والي په دفتر کې د پنجشنبې ورځې په پېښه کې وژل شوي دي.
ښاغلي غني په دې ویډیويي وینا کې چې تېر ماښام خپره شوه زیاته کړه:
" د وضعیت د کنټرول لپاره به، د ملي امنیت لوی رییس ښاغلی معصوم ستانکزی، د ملي دفاع او کورنیوچارو وزارتونو لوړرتبه مشران او همداراز د کومانډو زړور ځواکونه کندهار ته ورسېږي."
له دې مخکې ځینو رسنیو آزادۍ راډیو ته ویلي و، چې د کندهار والي زلمی ویسا هم په پېښه کې وژل شوی دی.

خو د کورنیوچارو وزارت لوی امنیتي معین جنرال اخترمحمد ابراهیمي تېر ماښام د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز جنرال محمدشریف یفتلي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، ښاغلی ویسا او د پولیسو د ۴۰۴ میوند زون قوماندان جنرال نبي الهام په پېښه کې ټپیان شوي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
لوی درستیز ښاغلي یفتلي وویل چې بریدکوونکی د کندهار د والي له ساتونکو له ډلې څخه و.
" یو کس چې ګلبدین نومیده او د والي د ساتونکو له ډلې څخه و، دا ډزې کړې دي او لومړی هدف یې جنرال عبدالرازق و. د دوی ترمنځ هېڅ راز لفظي شخړه نه ده شوې، سوی تفاهم هم نه و.
د دواړو چارواکو په وینا ډزې هغه مهال وشوې چې د کندهار امنیتي چارواکي د غونډو له تالاره د وتلو په حال کې وو.
 
https://avapress.com/vdcayun6y49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته