کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار پیښې په تړاو د درو کسانو نیول کیدنه

27 میزان 1397 ساعت 18:32

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د کندهار د پیښې په تړاو درې کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.



د کورنیو چارو وزارت په یوه لنډ بیان کې ویلي، چې له نیول شویو کسانو څخه څېړنې روانې دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د یاد ولایت د ملي امنیت رئیس جنرال عبدالمومن حسین خیل تېره ورځ د یوه برید په ترڅ کې خپل ژوند له لاس ورکړ.
په دغه برید کې د کندهار والي زلمي ویسا او د ۴۰۴ زون قوماندان هم ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي د برید په ترڅ کې درې امریکایان هم ټپیان شوي خو د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت جنرال سکاټ میلر ته زیان نه دی رسیدلی.
 


د مطلب کود: 172764

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172764/کندهار-پیښې-په-تړاو-د-درو-کسانو-نیول-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com