دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 172775
د رای ورکوونې پروسه هرات ځینو سیمو کې د یو ساعت ځنډیدو وروسته پیل شوه/ رای ورکوونې مراکزو کې ښځو فعال حضور
رای ورکوونې پروسه په ټول هیواد کې نن سهار ۷ بجی شروع شوه خو هرات ښار ځینو سیمو کې د امکاناتو نه شتون او هم مسؤولینو او ناظرانو بی تجربګی له امله لږ څه وځنډیدله.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ډیر شمیر ښځې او نارینه د تذکره په درلودلو سره رای ورکوونې مراکزو ته حضور پیدا کړی ترڅو پارلمان کې خپلو حقوقو څخه دفاع وکړی.
هرات اوسیدونکې وایی چی رای ورکوونې پورسه همداډول په کندی او سسته توګه مخته ځی، امان لری چی ډیر شمیر خلګ ونه شی کولای خپل نظر وړ کاندیدانو ته رایه ورکړی.
له بل لوری د ښځو حضور په دی پروسه کې دا شکاره کوی هغوی هم د اوسنۍ وضعیت څخه لوړه پوهه ترلاسه کړی ده.
سارا حسینی، یو تن د هغه ښځو څخه دی چی لومړۍ ځل لپاره په دی پروسه کې ګډون کوی.
هغه وایی چی ښځې باید حضور یی فعاله وی ترڅو وکولای شی ټاکنې وکړی او خپل حقوق څخه دفاع وکړی.
محمد حسین د هرات یو تن اوسیدونکې وایی چی سهار د رای ورکوونکې په لاین کې دریدلی خو اوس چی نوبت یی رسیدلی دی، د هغه نوم پسی ګرځی.
د کارکوونکو ترمنځ هماهنګی نه شتون د خلګو ږغ پورته کړی دی.
همدارنګه افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره خلګ په تماس کې ویلی دی چی رای ورکوونکو لیست په ځینو سیمو کې په غلطی سره استول شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی خلګ فوج فوج رای ورکوونې مراکزو ته مراجعه کوی او که دا پروسه همداسی په کندی سره مخته لاړ شی، امان لری دا پروسه تر څو نورو ورځو پوری ادامه ولری او یا هم هم ځینی خلګ ونه شی کولای چی خپل رایه وکاروی.
 
https://avapress.com/vdcefw8znjh8ffi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته