دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 172834
سپین بولدک ولسوالی په څنډو کې افغان او پاکستانی پوځیانو ترمنځ نښته شوی
د افغانستان په سوېل کې د ملي پوځ چارواکي تائیدوي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالی په څنډو کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تازه نښتې پیل شوي.

په سوېل کې د ملي پوځ د ۲۰۵ میوند قول اردو یوه سرچینه وایي د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تازه نښتې د سروڅاهانو په سیمه کې پیل شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تازه نښته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اغزن تار د لګولو پر سر پیل شوې ده.
د سرچینې په وینا، د دواړو خواوو ترمنځ خال خال نښتې لا هم دوام لري خو زیاته یې کړه چې جګړه تیزه نه ده.
د یادونې وړ ده چې افغان ځواکونو تېره اوونی هم د سروڅاهانو په سیمه کې له پاکستاني پوځیانو سره د اغزن تار د لګولو پر سر جګړه کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcaeun6y49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته