دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 172863
ټاکنو دوهم ورځ هم د مشکلاتو سره مخ دی/ تراوسه ځینی مرکزونه په کابل کې نه دی خلاص شوی
کابل ښار لویدیځ ځینی اوسیدونکې وایی چی د نمایندګانو مجلس ټاکنو دوهم ورځ کې هم مشکلات شتون لری او نږدی دوه ساعتونه کیږی چی خلګ د رای ورکوونې په صف کې دریدلی خو تراوسه رای ورکوونې په ځینو مرکزونو کې نه دی پیل شوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د عینی شاهدانو په وینا د رای ګیری سیمو څخه، علیمردان، امید سبز ښارګوټی، مهدیه ښارګوټی، دوازده امام ښارګوټی، مسجد قران عترت او مسجد مالک اشتر سیمو کې رای ورکوونې مرکزونه تر اوسه نه دی خلاص شوی.
د عینی شاهدانو په وینا هغوی نږدی دوه ساعته کیږی چی اوږده صفونو کې ولاړ دی خو تراوسه ټاکنیز مواد و مراکزو ته نه دی رسیدلی.
نمایندګانو مجلس ټاکنو پروسی دوهم ورځ نن سهار ۸ بجو څخه رسمآ شروع شو خو ځینی مرکزونو کې هم مشکلات شته.
د افغانستان پارلمانی ټاکنو دوهم ورځ کې نږدی ۱۴ ولایتونو کې ۴۰۰ رای ورکوونې شروع شوی دی. دا مرکزونه تیره ورځ د فنی مشکلاتو او امنیتی مشکلاتوله امله نه وو خلاص شوی.
 
https://avapress.com/vdcceiqs12bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته