دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 172881
د ننګرهار په چاودنه کې د یوې کورنی ۱۱ غړي وژل شوي
د ننګرهار ولایت په اچین د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله د یوې کورنی ۱۱ غړي وژل شوي.
پیښه نن سهار د اچین ولسوالی اړوند د مامند درې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده او په وژل شویو کې یوه ښځه او شپږ ماشومان هم شامل دي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي ”د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ مامند درې په سیمه کې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د ملکي وګړو په سراچه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې،چې له امله یې د یوې میرمنې او ۶ ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه شهیدان شوي دي. “
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د بشري حقونو په یوه ځانګړي رپوټ کې چې څو ورځې مخکې خپور شو، وایې چې دولتي ضد عناصر باید په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږي، د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو بې توپیره او نامناسبه کارونه ژر تر ژره بنده کړي.
”د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو د قصدي او بې توپیره کارونې له امله افغان ملکي وګړو ته د زیانونو زیاتوالی “تر عنوان لاندېدغه ځانګړی رپوټ د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپټمبر تر دیرشمې د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې چټک زیاتوالی مستند کړی، چې د جګړې له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې نږدې نیمایي برخه جوړوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4iqss2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته