دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 172888
په مزار شریف کې د ولسی جرګی یوه نوماند څلور ټاکنیزو څارونکو جسدونه موندل شوی
د بلخ سیمه ییز چارواکي وایي د دې ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې یې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندانی ویاند شیرجان دراني وایي دغه کسان د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
بلخوا یوه امنیتي سرچینه وایي وژل شوي کسان د ولسي جرګې د یوه نوماند څارونکي وو چې د وسله والو له لوري تر تښتولو وروسته وژل شوي او جسدونه یې مزاشر شریف ښار ته لېږدول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه کسان تېره ماښام ناوخته د نهر شاهي ولسوالی اړوند د افغانیه مېنې له مربوطاتو څخه د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو.
تر اوسه کوم چا یا ډله د یادو کسانو د وژلو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdcjo8evouqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته