دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 172889
شاهین ۲۰۹ قول اردو: امنیتی او دفاعی ځواکونو په بیلابیلو عملیاتونو کې نږدی ۴۷ وسله والو ته مرګژوبله اوښتی
د افغانستان په شمال کې د ملي ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا ۴۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د جمعې په ورځ د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالی په آقسای کلي کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوې، چې په پایله کې یې یوه طالب وسله وال وژل شوی او ۳ نور ژوندي نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کندز ولایت د امام صاحب، خان اباد او د چهار درې ولسوالی په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوې، چې له امله یې ۱۳ وسله والو وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي امنیتي او دفاعی ځواکونو د کندز ولایت د خان اباد ولسوالی په غاروچي او شیخک کلیو کې هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۵ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د شاهین قول اردو په وینا، د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالی کې د خنجر (۱۸) په نوم پوځي عملیات دوام لري چې په ترڅ کې یې یو شمېر کلي د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دغو عملیاتو کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaaun6o49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته