دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 172897
په ننګرهار کې ۷ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي
په ننګرهار کې اووه کسان د نشه يي مواد و د قاچاق په تور نیول شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا ازادي راډیو ته لېږل شوې، راغلي چې په لومړۍ پېښه کې یو تن هغه مهال نیول شوی چې غوښتل یې په کرولا موټر کې تر (۱۰) کیلو ګرامو ډېر چرس له سره رود ولسوالۍ غني خېلو ولسوالۍ ته قاچاق کړي.
په دوهمه پېښه کې پولیسو په جلال اباد کې د نشه يي موادو شپږ پرچون خرڅوونکي له یو نیم کیلوګرامو هیروئینو سره ونیول.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د ننګرهار پولیسو (۳۳۵) کیلو ګرامه نشه يي مواد له قاچاق کوونکو سره یو ځای نیولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjh8evauqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته