کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په شمال ختیځو ولایتونو کې د ټاکنو ۳۰ رای مرکزونه تړلي پاتې شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 میزان 1397 ساعت 20:09

په شمال ختیځو ولایتونو کې وسلوالو طالبانو په دوه یمه ورځ هم هڅه وکړه، چې د ټاکنو مخه ونیسي.



په کندوز کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ د رای ورکولو څوارلس مرکزونه، چې د ټاکنو پر لومړۍ ورځ د امنیتي ستونزو له کبله بند ول، پر دوه یمه ورځ هم  خلاص نشول.
په کندوز کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس رسول عمر وايي، د ټاکنو په لومړی ورځ امنیتي ستونزې او ګواښونه ډېر ول او څوارلس مرکزونه د ټاکنو په لومړۍ ورځ بند پاتې شول.
ښاغلی رسول عمر وايي، د ټاکنو پر لومړۍ ورځ په وسلوالو نښتو او بریدونو کې اته کسانو ژوند له لاسه ورکړ او له سلو ډېر نور ټپيان شول.
د کندوز ولایتي شورا غړی امرالدین ولی د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې ګڼي او وايي؛ حکومت د ټاکنو لپاره چمتوالی نه و نیوی، چې له کبله یې دا بهیر له ستونزو سره مخ شو.
دغه راز په تخار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس نوراحمد حنفي وايي، په دشته قلعه او ینګي قلعه ولسوالیو کې څلور مرکزونه د ټاکنو پر لومړۍ ورځ تړلي وه، چې د امنیتي ځواکونو پر هڅو یوازې یو یی پرانیستل شو او په دوه یمه ورځ په کې ټاکنې وشوې.
په بدخشان کې امنیتي ځواکونه ونه توانیدل، چې تر امنیتي ګواښ لاندې دیارلس مرکزونه رای ورکوونکیو ته پرانیزي.
ویل کیږي، چې په شمال ختیځو ولایتونو کې هم ټاکنیز بهیر ټکنی تر سره شوی دی.
 


د مطلب کود: 172903

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172903/په-شمال-ختیځو-ولایتونو-کې-د-ټاکنو-۳۰-رای-مرکزونه-تړلي-پاتې-شول

آوا
  https://www.avapress.com