دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۴۶
د مطلب کود : 172908
په غور کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي
د غور ولايت چارواکي وايي، په دولينه ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي حمله کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د والي وياند عبدالحى خطيبي رسنیو ته په دی اړه وويل، چی نن ماسپښين پر دغو وسله والو طالبانو وروسته له هغې حمله وشوه چې غوښتل يې څو محلونو ته د انتخاباتي موادو د لېږد مخه ونيسي.
دغه مواد د ټاکنو هغو محلونو ته لېږل کېده چې پرون تړلي وو او په پام کې وه نن پرانيستل شي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
 
https://avapress.com/vdccxiqs42bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته