د راپورونو له مخې، پاکستان د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغني برادر له بنده خوشی کړی دی.
په پاکستان کې باخبره سرچینې ځایي رسنیو ته ویلي، چې ملا براد د قطر حکومت په غوښتنه له بنده خوشی شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې د قطر حکومت یوه لوړپوړي پلاوي په وروستیو کې پاکستان ته سفر کړی و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پاکستان په کراچي ښار کې نیول شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم داسې رابورونه خپاره شوي وو چې ګواکي ملا برادر په پاکستان له بنده خوشی شوی دی.
ملا برادر یو له هغو څلور کسانو دی چې په ۱۹۹۴ میلادي کال کې یې په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو بنسټ کېښود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)