دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 172919
په ټاکنو کې غیری قانونی دخالت په تور په لسګونه کسان نیول شوی
نجیب دانش؛ د داخله چارو وزارت ویاند اعلان کړی چی په لسګونه تنه نظامیان او غیری نظامیان او دولت کارکوونکې، د ټاکنو په پروسه کې مداخلی له امله نیول شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی دانش وویل چی د پولیسو ریپورتونو په اساس تراوسه ۶۰ تنه د حکومتی او ملکی او نظامی کسانو په شتون به ټول هیواد کی له دی امله نیول شوی دی.
د داخله وزارت ویاند وویل چی د نیول شویو کسانو څخه ۴۰ څخه ډیر یی کابل ټاکنیز حوزی څخه دی.
دانش وویل: هغه امنیتی مسؤولینو سره چی ټاکنو پروسه کې مداخله کړی او هغوی مداخلی لپاره اسناد او مدارک شتون ولری، قانونی چلند ورسره کیږی.
هغه همدارنګه وویل چی د ټاکنو دوهم ورځ کې هیڅ پیښه و هغه کسانوته چی خپل رایه استعمال کړه، نه دی رامنځته شوی.
هغه وویل چی ۲۵۳ رایو مرکزونه په ۲۱ ولایتونو کې په عادی توګه خپل کار شروع او امنیتی تدابیر نیول شوی وو او ګواښ هیڅ ریپورت نه دی ورکړل شوی.
د داخله وزارت په وینا، په ننګرهار، تخار او غور کې دشمن تحرکات شتون درلود چی امنیتی ځواکونو پوری اړوند دی نه رای ورکوونې مرکزونو پوری.
 
https://avapress.com/vdcezw8zojh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته