دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 172923
بلخ د غوره لیګ سیالیو اتلولی وګتله
د بلخ لیجنډز لوبډله د افغانسان د کرکټ غوره (ګلبهار شل اوریز غوره لیګ) سیالیو اتلولي وګټله.

د غوره لیګ سیالیو پایلوبه پرون د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کابل ځوانانو او بلخ لیجينډز ترمنځ ترسره شوه.
د لوبې پچه د کابل ځوانانو لوبډله وګټله او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکل شویو شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو پ سوځېدلو سره ۱۳۲ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د بلخ لیجنډز لوبډله ورکړل شوی هدف به ۱۸،۱م اور کې ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره او د غوره سیالیو اتلولي خپله کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه بیان کې ویلي، چې د ګلبهار افغانستان شل اوریز غوره لیګ سيالۍ د اکتوبر میاشتې په ۵ نيټه د ۵ لوبډلو ( ننګرهار ليپرډز، کندهار نایټس، پکتیا پنترز، کابل ځوانانو او بلخ ليجينډز) ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې پيل شوې او په ۱۷ ورځو کې ۲۳ لوبې ترسره شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سياليو اتلې لوبډلې ته ۳ لکه امريکايي ډالر او دويمې لوبډلې ته بیا ۱‍ لک امريکايي ډالر د نغدي انعام په توګه ورکړل شول.
 
https://avapress.com/vdcj88evtuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته