دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 172942
پر جنرال عبدالرازق د برید په اړه د ملي امنیت ریاست تازه موندنې
د افغانستان د ملي امنیت ریاست مشر معصوم ستانکزي وایي د کندهار د خونړی پېښې په تړاو ۱۵ کسان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا نیول شوي.
ښاغلي ستانکزي کندهار ولایت د خبل سفر پر مهال په یوه خبرې ناسته کې وویل، چې پر جنرال عبدالرازق بریدګر د جعلي نوم او پېژند پاڼې او شخصي تضمین پر مټ د کندهار والي د ساتونکی په توګه په دنده ګمارل شوی و.
د ملي امنیت ریاست مشر زیاته کړه، چې نوموړی بریدګر له بریده شاوخوا پنځه دقیقې مخکې له پولې هاخوا له ځینو کسانو سره د ټیلیفوني تماس له لارې خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې ووژل شو.
په دغه برید کې د کندهار د ملي امنیت ریاست مشر جنرال عبدالمومین حسین خیل هم ووژل شو.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو پر جنرال عبدالرازق د برید پړه منلې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayun6u49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته