دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۲
د مطلب کود : 172949
د جنرال عبدالرازق ورور د کندهار نوی امنیه قوماندان وټاکل شو
د کندهار د پخواني قوماندان جنرال عبدالرازق ورور تادین خان رسماً د کندهار د نوی امنیه قوماندن په توګه په دنده وګمارل شوه.

تادین خان نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کندهار امنیه قوماندانی ته رسماً ور وپیژندل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې ووژل شو.
د راپورونو له مخې، جنرال عبدالرازق د کندهار والي د یوه ساتوونکي له لوري په ډزو وژل شوی.
په دغه برید کې د کندهار د ملي امنیت ریاست مشر جنرال عبدالمومین حسین خیل هم ووژل شو.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو پر جنرال عبدالرازق د برید پړه منلې ده.
 
https://avapress.com/vdchkinzw23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته