کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جنرال عبدالرازق ورور د کندهار نوی امنیه قوماندان وټاکل شو

30 میزان 1397 ساعت 19:02

د کندهار د پخواني قوماندان جنرال عبدالرازق ورور تادین خان رسماً د کندهار د نوی امنیه قوماندن په توګه په دنده وګمارل شوه.



تادین خان نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کندهار امنیه قوماندانی ته رسماً ور وپیژندل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې ووژل شو.
د راپورونو له مخې، جنرال عبدالرازق د کندهار والي د یوه ساتوونکي له لوري په ډزو وژل شوی.
په دغه برید کې د کندهار د ملي امنیت ریاست مشر جنرال عبدالمومین حسین خیل هم ووژل شو.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو پر جنرال عبدالرازق د برید پړه منلې ده.
 


د مطلب کود: 172949

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172949/د-جنرال-عبدالرازق-ورور-کندهار-نوی-امنیه-قوماندان-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com