کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جنرال عبدالرازق وژل کیدو اړوند د بهرنیو ځواکونو شکیلتیا ګنګوسو په وړاندی عبدالله عبدالله غبرګون

30 میزان 1397 ساعت 19:05

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د کندهار پخواني قوماندان د جنرال عبدالرازق د ترور ترشا په هېواد کې میشت بهرني ځواکونه لاس لري.



نوموړی دغه څرګندونې نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې.
په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې ګنګوسې خپرې شوي چې ګواکې د کندهار پخواني امنیه قوماندان د جنرال عبدالرازق د ترور ترشا بهرني ځواکونه لاس لري.
خو د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په کندهار کې رامنځته شوې خونړی پېښه یوه توطئه وبلله او زیاته یې کړه چې د دښمن دوهمه توطئه دا ده چې د شایعاتو په وسیله شخړو ته لمن ووهي.
اجرائیه رئیس عبدالله وایي د دغو شایعاتو خپرول د دښمن ژرندې ته د اوبو سمولو په معنی دي او موخه یې د افغان ولس او د افغانستان متحدینو یووالي ته زیان رسول دي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رئیس جنرال عبدالمومین حسین خیل تېره اوونی د یوه وسله وال په برید کې ووژل شول.
 


د مطلب کود: 172950

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172950/د-جنرال-عبدالرازق-وژل-کیدو-اړوند-بهرنیو-ځواکونو-شکیلتیا-ګنګوسو-په-وړاندی-عبدالله-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com