دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 172950
د جنرال عبدالرازق وژل کیدو اړوند د بهرنیو ځواکونو شکیلتیا ګنګوسو په وړاندی عبدالله عبدالله غبرګون
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د کندهار پخواني قوماندان د جنرال عبدالرازق د ترور ترشا په هېواد کې میشت بهرني ځواکونه لاس لري.

نوموړی دغه څرګندونې نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې.
په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې ګنګوسې خپرې شوي چې ګواکې د کندهار پخواني امنیه قوماندان د جنرال عبدالرازق د ترور ترشا بهرني ځواکونه لاس لري.
خو د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په کندهار کې رامنځته شوې خونړی پېښه یوه توطئه وبلله او زیاته یې کړه چې د دښمن دوهمه توطئه دا ده چې د شایعاتو په وسیله شخړو ته لمن ووهي.
اجرائیه رئیس عبدالله وایي د دغو شایعاتو خپرول د دښمن ژرندې ته د اوبو سمولو په معنی دي او موخه یې د افغان ولس او د افغانستان متحدینو یووالي ته زیان رسول دي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رئیس جنرال عبدالمومین حسین خیل تېره اوونی د یوه وسله وال په برید کې ووژل شول.
 
https://avapress.com/vdcji8evyuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته