دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 172965
هرات کې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو پر ناټو پوځیانو ډزې کړي
په هرات ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ناټو پوځیانو ډزې کړي چې له امله یې د ناټو ۳ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده او په پایله کې یې د ناټو یوه سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې د وژل شوی سرتېری او ټپيانو هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو راپورونه وایي چې په دغه برید کې د چک جمهوریت یوه سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د چک جمهوریت دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه د هرات ولایت په شینډند ولسوالی کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پېښې ټپیان د بګرام په پوځي روغتون ته استول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
 
https://avapress.com/vdcfv0dytw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته