کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو پر ناټو پوځیانو ډزې کړي

1 عقرب 1397 ساعت 12:54

په هرات ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ناټو پوځیانو ډزې کړي چې له امله یې د ناټو ۳ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده او په پایله کې یې د ناټو یوه سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې د وژل شوی سرتېری او ټپيانو هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو راپورونه وایي چې په دغه برید کې د چک جمهوریت یوه سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د چک جمهوریت دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه د هرات ولایت په شینډند ولسوالی کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پېښې ټپیان د بګرام په پوځي روغتون ته استول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
 


د مطلب کود: 172965

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172965/هرات-کې-افغان-امنیتی-او-دفاعی-ځواکونو-پر-ناټو-پوځیانو-ډزې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com