دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 172984
ولسمشر اشرف غني کندهار ولایت ته رسیدلی دی
ولسمشر غني د سې شنبې پر سهار( د لړم لومړۍ) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرې کندهار ولایت ته رسیدلی دی.

ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې ولسمشر اشرف غني د ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي کورنۍ، قومي مشرانو او خلکو ته د خواشینۍ څرګندولو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی دی.  
ځايي اوسیدونکي وايي، په ښار کې یوازې د ارګ ځانګړي ساتونکي، کوماندو سرتېري او د صفر درې قطعې ځانګړي ځواکونه تر سترګو کېږي او نور ټول ښار تړلی او ټول ملکي خدمات په ټپه ولاړ دي.
د کندهار ځايي چارواکي وايي، محمد اشرف غني به د جنرال رازق قبر ته ورشي او بیا به خلکو ته وینا وکړي.
جنرال رازق تېره پنجشنبه (۲۶تلې) د طالبانو په نفوذي برید کې د ملي امنیت له رییس جنرال عبدالمومین سره یو ځای ووژل شو.
په دې برید کې د ناتو ځواکونو دوه سرتېري، د کندهار والي زلمی ویسا او یو شمېر نور چارواکي ټپیان دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7x9qtak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته