دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 172993
نړیوال بانک په افغانستان کې د روزنیزو شرایطو له ښه والي او په کلیوالو سیمو کې د ښځو له پياوړتیا څخه ملاتړ کوي
د مالېې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار، ښاغلي ډاکټرمحمد همایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رئیس، ښاغلي شوبهم چوهدري، له لوري، نن د پوهنې، لوړو زده کړو، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیرانو او د ښځو چارو وزارت مرستیالې په شتون کې،  په شتون کې، د ۴۰۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښټ د یوې نوې وړیا مالي مرستې تړون لاسلیک شو.
دغه نوې مالي مرسته په ابتدائیه او متوسطه ښونځیو کې د زده کړې د شرایطو په ښه والي، د لوړو زده کړو په برخه کې پر وړتیا جوړونې او همدا رنګه د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د ښځو د اقتصادي او ټولنیزو وړتیاوو په ښه والي باندې ولګول شي.
د مالیې وزارت سرپرست د یادې مالي بستې د لاسلیکولو په اړه وویل: "د ښځو د پیاوړتیا او روزنې په پروګرامونو کې پانګونه،  د جنسیتي برابروالي د تحقق، د بېوزلۍ کمېدو، اقتصادي ودې او د هغوی د عوایدو زیاتوالي لپاره مستقیمه لاره ده.  ښځې په ټولنه کې د پام وړ برخه جوړوي، د هغوی پیاوړتیا به په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مرسته وکړي. د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له شریکانو او د ښوونې او روزنې له نړیوال مشارکت څخه مننه کوم چې په افغانستان کې زموږ له پراختیایي پروګرامونو سره دوامداره همکاري کوي."
د یادې مالي بستې له ډلې څخه ۲۹۸ میلیونه ډالره وړیا مالي مرسته به د روزنې او ښونې نظام د پياوړتیا او د افغانستان د پوهنې په سکتور کې د زده کړې د شرایطو ښه والي لپاره د اِقراء پروژې د تمویل په موخه ځانګړې شي. تمه کیږي چې په یو شمېر مشخصو ولایتونو کې د دې پروژې له لارې ۷ میلیون ماشومانو او تنکي ځوانانو، په تیره بیا نجونو ته په ابتدائیه او متوسطه روزنیزو برخو کې په انډولیزه او عادلانه توګه اړینې اسانتیاوې برابرې شي. یادې مالي مرسته کې ۱۰۰ میلیون ډالره د نړیوال بانک ګروپ اړوند د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا چې تر ټولو بېوزلو هېوادونو لپاره پرمختیايي مالي مرستې برابروي، ۱۰۰ میلیون ډالره د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لوري، چې نړیوال بانک یې د ۳۴ هېوادنو او تمویل کوونکو په استازیتوب مدیریتي چارې پر مخ وړي او ۹۸ میلیون ډالره پاتې برخه یې د پوهنې د پراختیا لپاره د نړیوال ګډون ادارې (GPE)، چې د مخ په ودې هیوادونو کې د ښوونې او روزنې د پياوړتیا  په موخه څو اړخیزه مشارکت ګڼل کيږي، برابرې شوي دي.
همداشان ۱۰۰میلیون ډالره وړیا مالي مرسته په افغانستان کې د کلیوالو ښځو د اقتصادي پياوړتیا پروژې لپاره د بېوزله او غریبو مېرمنو د اقتصادي او ټولیزو پرمختیاوو د ملاتړ او هڅونې په موخه په یو شمېر مشخصو ولایتونو کې به ولږول شي. د دغې پروژې له مجموعي بودیجې څخه ۲۵ میلیون ډالره یې د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا او ۷۵ میلیون ډالره پاتې برخه یې د افغانستان د بیا رغونې صندوق لخوا سپارل کېږي.
د دې تر څنګ ۵ میلیون ډالره ملاتړ کوونکې وړیا مالي مرسته به د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لوري د لوړو زده کړو د پراختیا پروژې په واک کې ورکړل شي، څو لوړو زده کړو ته ځوانانو د لاسرسي په زیاتوالي او همدا رنګه د لوړو زده کړو د کیفیت په لوړوالي او د بازارونو له اړتیاوو سره د زده کړو د اړیکو په پراختیا باندې ولږول شي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس، شوبهم چوهدري د یاد تړون د لاسلیکولو په اړه وویل: "د افغانستان په نوي نسل باندې پانګه اچونه، غوره ښوونیزو او روزنیزو فرصتونو ته د افغانستان په ټولو سیمو کې د ځوانانو په تېره بیا د نجونو د لاسرسي ضمانت او له بلې خوا د افغانستان د کلیوالو ښځو د ظرفیتونو او وړتیاوو د پرمختیا او هڅونې لپاره د یو لړ اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو څخه ملاتړ، ممکن په اوس وخت کې دوه ډېر مهم نوښټونه وبلل شي چې په افغانستان کې د یوې هوسا او سوکاله راتلونکې د تامین لپاره موږ تطبیق کړو." نوموړي زیاته کړه : "د پوهنې د پراختیا لپاره د دغې مالي بستې څخه افغانستان د بیا رغونې صندوق او د پوهنې د پراختیا لپاره د نړیوال ګډون ادارې له ونډه اخیستنې او ملاتړ څخه چې نن یی تړون لاسلیک شو، د زړه له کومې مننه کوم."
د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي محمد میرویس بلخي د اقراء پروګرام یې مهم یاد کړ او ویې ویل چې د دې سند په لاسلیکولو سره به د پوهنې کیفیت په ښه والي کې مهم کارونه تر سره شي. نوموړي زیاته کړه چې د پوهنې وزارت د اقراء ټول عملي پلانونه تکمیل شوي او یاد پروګرام به په ټاکلي وخت سره ټاکل شوې بودیجې ته په کتو سره به داسې پای ته ورسیږي چې له ټولو خواو به د هیواد د پوهنې په سیستم کې یې مثبت اثرات محسوس شي.
 
د پوهنې وزارت سرپرست د نړیوال بانک، مالیې وزارت او نورو همکارو ادارو له همکارۍ څخه مننه وکړه چې د یاد سند په نهایې کولو کې یې همکاري کړې ده او د عملي کولو لپاره یې لاره پرانېسته.
د اِقراء پروژه د یو پنځه کلن پروګرام په چوکاټ کې له هغه شمېر ماشومانو، په ځانګړه توګه نجونو څخه په ښارونو او شاته پاتې ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې ملاتړ کوي، چې د بېلابېلو لاملونو له مخې ښونځي ته له تګ څخه پاتې راغلي دي. همدا رنګه د دغې پروژې د فعالیتونو محور د ښوونکو لپاره د تدریسي مهارتونو په ښه والي باندې هم تمرکز لري.
 دغه پروژه د پوهنې په سکتور کې د نړیوال بانک او د افغانستان د بیا رغونې صندوق د پخوانیو تجربو او مشارکت په دوام، چې د پوهنې د کیفیت د ښه والي د لومړۍ او دویمې پروژې په ملاتړ تطبیق شوې، د پوهنې په سکتور کې د پراخو اصلاحاتو لپاره د یو لړ تازه موخو د طرحې او تطبیق لپاره به په فعالیت پیل کوي.
 د یادونې وړ ده چې د پوهنې د کیفیت ښه والي پروژه، د روزنې د کیفیت  ښه والي او له ابتداییه تر ۱۲م ټولګي پورې زده کړو ته د زده کوونکو لپاره د لاسرسي شرایطو د آسانتیا په برخه کې فعالیت کوي.
د اِقراء پروژه د پوهنې او د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارتونو په ګډه همغږي او همکارۍ سره به تطبیق شي. ټاکل شوې چې ګډې همکارۍ لپاره یو هوکړه لیک د دغو دواړو وزارتونو ترمینځ لاسلیک شي، چې د هغه پر بنسټ د دې پروژې د تطبیق لپاره د دواړو وزارتونو ونډه او  مسوولیتونه به مشخص کړي. د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د ښونځیو د ودانیزو چارو او بیا رغونې لپاره د فعالیتونو مسوولیت په غاړه لري، په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت به د دغې پروژې د نورو فعالیتونو د تطبیق او پرمختګ مسوولیت په غاړه ولري.
د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژه د افغانستان د ملي سولې او پراختیا چوکاټ له موخو سره په همغږي طرحه او پلان شوې دي. دغه پروژه د مالي او تخنیکي مرستو د برابرولو او آسانتیاوو له لارې به په کلیو او بانډو او ځایي ادارو کې د ښځو د ګډون د زیاتوالي لپاره او له مالي بنسټونو او بازارونو سره د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د اړیکو په ټینګښټ فعالیت وکړي.
ټاکل شوې چې ۵ میلیون ډالره تقویتی مالي مرسته به د لوړو زده کړو د پراختیا پروژې سره په څلورو مشخصو برخو کې د یو شمېر بریالیو فعالیتونو په تطبیق او پراختیا کې مرسته وکړي: (الف) په دولتي پوهنتونونو کې د استادانو لپاره د ظرفیت د لوړولو د هڅونې لپاره یو شمېر تحصیلي بورسونه برابر شي، تر څو هغوی د ماسټري او دوکتورا په کچه خپل تحصیلاتو ته دوام وکړي، (ب) د ښوونې او روزنې د استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ د یو لړ روزنیزو پروګرامونو په لاره اچول او د محصل – محوره زده کړو تشویق او هڅونه، (ج) د ستراتیژیکې پراختیا د پلانونو په جوړولو کې له پوهنتونونو څخه د مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره کول، او (د) او په پوهنتونونو کې له انفرادي او ډله ییزو تحقیقي پروژو څخه ملاتړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyx9qwak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته