دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۳:۰۸
د مطلب کود : 173004
په بدخشان ولایت کي ۸ تنه وسله وال وژل شوی
راپورونه وایی، قندوز او بدخشان ولایتونو کې د افغان امنیتی پوځ په بریدونو کې ۲۵ تنه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، یاد زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې څرګندوی، چې افغان ځواکونو پرون په یاد ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد یو لړ عملیات تر سره کړي دي.
په شمال کې د پوځ چارواکي وایی، چې د قندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په پل خشتي او امام الدین ۴لاري کې د جګړې او هوايي عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژل شوي او ۶نور ټپیان شوي دي.
 سرچینی وایی، چې د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې بیا د افغان پوځ په هوايي عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او ۲ پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcawen6y49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې