دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 173017
افغان هوایی ځواکونو کابل کې طالبانو باندی هوایی بمباری کړي
د افغانستان هوایي ځواکونو د کابل ولایت په سروبي ولسوالی کې پر طالبانو بمبار کړی چې له امله یې درې تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي.

په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې تطره ورځ د کابل ولایت د سروبی ولسوالی د اوزبین درې اړوند د چهل ګزې په سیمه کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه وسلوال طالبان سخت ټپیان شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي د کونړ ولایت د ناړې ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.
د سرچینې په وینا، په دغه نښته کې ۱۵ وسله وال ټپيان هم شوي دي.
بلخوا د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالی کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوې چې له امله یې ۸ وسله وال وژل شوی او ۱۲ نور یې ژوبل دي.
 
https://avapress.com/vdcezx8zfjh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته