دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 173019
طالبانو یوه ماین جوړونکی مېرمن او دوه ماشومان خپل ماین چاودنه کې وژل شوی
د وسله والو طالبانو د یوه ماین جوړونکی مېرمن او دوه ماشومان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.


په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالی کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د صدرالدین په نامه د طالبانو یوه مشهور ماین جوړونکی په خپل کور کې د ماین په جوړولو بوخت خو ماین پرې وچاودید.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د بشري حقونو په یوه ځانګړي رپوټ کې چې څو ورځې مخکې خپور شو، وایې چې دولتي ضد عناصر باید په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږي، د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو بې توپیره او نامناسبه کارونه ژر تر ژره بنده کړي.
”د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو د قصدي او بې توپیره کارونې له امله افغان ملکي وګړو ته د زیانونو زیاتوالی“ تر عنوان لاندېدغه ځانګړی رپوټ د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپټمبر تر دیرشمې د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې چټک زیاتوالی مستند کړی، چې د جګړې له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې نږدې نیمایي برخه جوړوي.
 
https://avapress.com/vdcgqw9qyak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته