کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲،۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴ قراردادونه منظور شو

2 عقرب 1397 ساعت 16:29

د ملي تدارکاتو کمېسیون د وروستي غونډې په ترڅ کې د ۲،۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴ قراردادونه منظور شوي.



ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې په منظور شویو قراردادونو کې  د فواید عامې وزارت اړوند د کندهار ولایت له ارغستان څخه تر معروف پورې د ۳۴ کیلو متر اوږد سړک د لومړۍ برخې جوړول، د پوهنې وزارت اړوندپه پښتو او دري ژبو د ۱۲،۲ میلیون ټوکه درسي کتابونو د چاپ پروژه، د عامې روغتیا وزارت اړوند د ICU پروژې تر پوښښ لاندې د اړینو پاملرنو او عاجلو درملنو برخو د اړتیا وړ ۱۱۸ قلمو درملو د برابرولو او تدارک پروژه شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د ۴۰ مېګاهرټزو په وړتیا د ABS7 سټلایټ په وسیله د سلام شبکې د ۱۲۰ سایټونو د نښلولو پروژه، د مالیې وزارت اړوند د عامه او خصوصي مشارکت پروژو لپاره د لومړنیو مطالعاتو او څېړنو مشورتي خدمتونو پروژه، د مالیې وزارت اړوند د هرات ولایت د ګمرک د ساحې د کانکرېټولو د پروژې تعدیل او د ملي امنیت لوی ریاست اړوند د ۱۳۹۷/۱۳۹۸ مالي کلونو لپاره د مرکزي ادارو او نظامي قطعاتو د اړتیا وړ  یو قلم مایع ګاز  پروژه هم د غونډې په ترڅ کې منظور شول.
د ارګ ماڼی په وینا، د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي دفاع وزارت اړوند اوو برخو کې د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره د ملي اردو  د ساحوي (عامه نظم سرحدي ځواکونو) د قطعاتو او مرکزي واحدونو د اړتیا وړ ۸۹ قلمه قرطاسیې پروژه، د ملي دفاع وزارت اړوند د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره د لوی درستیز روغتیایي قوماندانۍ د اړتیا وړ د ۲۹ قلمه طبي اړتیاوو د تړون د ورکړې وړاندیز، د ملي دفاع وزارت اړوند د لوی درستیز د مخابرې ریاست د ستراتېژیکو ارتباطاتو شبکې د نوري فایبر کېبل د ۴۳ سایټونو د تمدید د قرارداد ورکړه، او د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره د عامه نظم او ځانګړو قطعاتو په ګډون د پولیسو د ۴۰۴ميوند  زون د ځواک د اړتیا وړ  ۱۳ قلمه خوراکي توکو د برابرولو او تدارک قرارداد هم منظور کړې.
 


د مطلب کود: 173037

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173037/۲-۸-میلیارده-افغانیو-په-ارزښت-۱۴-قراردادونه-منظور-شو

آوا
  https://www.avapress.com